6 د سحر په وخت خپل تخم کره او تر ماښامه پورې په کار کښې بوخت اوسه، ځکه چې تا ته څۀ پته ده چې په کوم کار کښې کاميابې ده، په دې کښې، په هغې کښې او يا په دواړو کښې يو شان.
رڼا ښۀ ده او د نوى سحر رڼا په سترګو ښۀ لګى.
اوس ما د دې هر څۀ مطالعه وکړه او دې نتيجې ته ورسېدم چې صادقان او هوښيار خلق چې هر څۀ کوى هغه د خُدائ پاک په لاس کښې دى. هغوئ ته دا پته نۀ لګى چې خُدائ پاک به يې قبلوى او کۀ رد کوى. دا هر څۀ به په راتلونکى وخت کښې کيږى.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
لکه څنګه چې باران او واوره د آسمان نه راوريږى او هسې واپس نۀ ځې بلکې زمکه اوبۀ کوى. دې سره فصلونه راشنۀ کيږى زميندار له تخم او اوږى له خوراک ورکوى.
ما ورته ووئيل چې، د صداقت ښۀ تخم وکَره نو د مينې فصل به وريبې. د خپلو زړونو سخته زمکه يوه وکړئ ځکه چې اوس د مالِک خُدائ د لټون وخت دے چې هغه راشى او په تاسو د صداقت باران وورَوى.
خو ياد ساتئ څوک چې لږه کرونده کوى هغه به لږه رېبى، او چې څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته رېبى.
تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه.