5 لکه څنګه چې تا ته د هوا رخ نۀ معلوميږى او نۀ درته دا پته لګى چې د مور په خېټه کښې ماشوم څنګه جوړيږى، نو داسې تۀ د خُدائ پاک په کارونو هم نۀ پوهېږې، څوک چې د هر څۀ خالق دے.
مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى.
کله چې ما د زمکې بنياد کېښودو نو تۀ چرته وې؟ کۀ تا ته دومره پته وى نو ما ته ووايه.
هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بېشمېره عجيبه کارونه کوى.
اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى، ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى، زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.
اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بېحسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بېشمېره دى.
اے مالِکه خُدايه، ستا کارونه څومره لوئ دى، او ستا سوچونه څومره ژور دى.
ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.
هوا د جنوب طرف ته چليږى، بيا تاو شى او د شمال طرف ته چليږى، دا ګېرچاپېره تاويږى راتاويږى او ځى راځى.
هغه زميدار څوک چې د هوا رخ ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ کَرى. او هغه زميدار څوک چې وريځو ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ رېبى.
ما هغه بوج کتلے دے کوم چې خُدائ پاک په مونږ باندې اېښے دے.
خو خُدائ پاک هر څۀ داسې جوړ کړى دى چې په خپل وخت باندې ښائسته او مناسب وى. هغه انسانانو له د ابديت خيال ورکوى، خو سره د دې مونږ د خُدائ پاک په کار باندې د اول نه واخله تر آخره پورې پوره نۀ شُو پوهېدلے څۀ چې هغه کوى.
هر څۀ چې موجود دى هغه ډېر ژور او زما د پوهې نه بهر دى. څوک په هر څۀ پوهېدلے شى؟
نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک په دُنيا کښې څۀ کوى نو هيچا ته هم د هغې پته نۀ لګى. کېدے شى چې يو هوښيار کس دا دعوىٰ وکړى چې زۀ په دې پوره پوهه شوم، خو دا به داسې نۀ وى، هغه د دې اَنجام ته نۀ شى رسېدے.
تاسو ته پته نشته څۀ؟ تاسو اورېدلى نۀ دى؟ چې مالِک خُدائ د همېشه دپاره خُدائ پاک دے، هغۀ ټوله دُنيا پېدا کړې ده. هغه هيڅکله نۀ ستړے کيږى او نۀ ستومانه کيږى. او د هغۀ د حکمت خاتمه نشته.
هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.