3 کله چې وريځې درنې وى نو باران کيږى. کله چې ونه د شمال يا د جنوب په طرف پرېوځى نو هم هلته پرته وى.
په لږ وخت کښې آسمان په تکه توره وريځ باندې پټ شو، هوا راغله او ورسره دروند باران هم شروع شو. اخىاب په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته واپس روان شو.
خپلې پېسې په اووۀ يا اتۀ ځايونو کښې بندې کړه، ځکه چې هيڅ پته نۀ لګى چې څۀ افت به په زمکه باندې راپېښ شى.
هغه زميدار څوک چې د هوا رخ ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ کَرى. او هغه زميدار څوک چې وريځو ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ رېبى.
اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به واچولے شى.
نو هغۀ باغوان ته ووئيل، ګوره، د تېرو درېو کالو راسې زۀ په دې اينځر کښې د مېوې لټولو په طمع راځم خو هيڅ مېوه په کښې نۀ وى. نو بس دا د بېخه وباسه. دې هسې ځائ نيولے دے؟
کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟