8 څوک چې کنده کنى کېدے شى په خپله وروغورزيږى، څوک چې دېوال راغورزوى کېدے شى مار يې وچيچى.
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
بيا د يوآب لس فوجيان ابىسلوم ته رانزدې شول او هغه يې مړ کړو.
نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.
زما دشمنانو ما ته دامونه خوارۀ کړى دى، زۀ د خپلې پرېشانۍ په وجه ستړے شوے يم. زما په لار کښې دوئ کنده جوړه کړې ده. خو په خپله هم دوئ په کښې غورزېدلى دى.
د صادقانو صداقت هغوئ بچ کوى، خو بېايمانه خپل لالچ کښې ګېر شى.
کۀ يو انسان بل چا ته کنده کنى نو هغه په خپله په کښې ورغورزيږى، او کۀ يو انسان په بل چا کاڼے رغړوى هغه کاڼے به په خپله په دۀ باندې راورغړيږى.
څوک چې د کاڼو په کان کښې کار کوى، کېدے شى په کاڼو چخڼى شى. څوک چې لرګى ماتوى، نو کېدے شى چې په دې زخمى شى.
دا به داسې وى لکه چې څوک د ازمرى نه تښتى او مېلو ته مخامخ شى، او يا خپل کور ته لاړ شى او لاس په دېوال باندې کېږدى او مار يې وچيچى.
کۀ هغوئ د کرمل غر په سر هم خپل ځانونه پټ کړى، زۀ به يې هلته هم ولټوم او راګېر به يې کړم. کۀ هغوئ زما نه د سمندر په بېخ کښې پټ شى، نو زۀ به هلته سمندرى مار له حُکم ورکړم چې وې چيچى.
هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.