Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 10:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 ما په مخ د زمکې يو بل خراب څيز ليدلے دے او دا غلطى د حکمرانانو د لاسه کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 10:5
10 Iomraidhean Croise  

کم عقل سره عېش عشرت ښۀ نۀ ښکارى، او دا به لا څومره نامناسبه وى کۀ چرې يو غلام په شهزادګانو حکومت کوى.


کله چې صادقان کامياب شى، نو ټول قوم غټه خوشحالى کوى، خو کله چې د بدکارانو حکومت راشى نو هر څوک خپل ځان پټوى.


کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.


او هغه دا چې کم عقل خلق په اوچتو عُهدو مقرر کړے شى او مالدار خلق په معمولى عُهدو باندې وى.


د دې نه علاوه ما دا هم وکتل، چرته چې مونږ د اِنصاف توقع کوله هلته بدعملى وه، چرته چې مونږ د صداقت توقع کوله هلته بدعملى وه.


ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بې‌وسه دى.


ما په دُنيا کښې نور څۀ هم ليدلى دى چې هغه بې‌معنې دى.


ما په مخ د زمکې يو بل ډېر خراب کار ليدلے دے. څوک چې د ځان دپاره پېسې جمع کوى نو هغه وروستو هم د هغوئ دپاره د نقصان باعث شى،


په مخ د زمکې ما يوه بله خرابه خبره ليدلې ده او دا په انسان باندې يو دروند بوج دے.


دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بې‌وقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan