4 کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.
غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.
د صبر په وجه مشر هم قائليږى، او يوه نرمه خبره هډُوکى هم ماتوى.
ما په مخ د زمکې يو بل خراب څيز ليدلے دے او دا غلطى د حکمرانانو د لاسه کيږى.
د بادشاه په حضور کښې د تلو نه جلدى مۀ کوه. او په بد کار کښې حِصه مۀ اخله، ځکه چې بادشاه درسره څۀ غواړى هغه کولے شى.