2 د هوښيار سړى زړۀ به صحيح لار غوره کوى او د کم عقل سړى زړۀ به خرابه لار غوره کوى.
د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بېلارې کوى.
د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بېعقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى.
په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى.
کۀ تبر پڅ وى او تېرۀ يې نۀ کړې، نو په دې باندې کار کول ډېر زور غواړى. خو حِکمت سړے همېشه د کاميابۍ طرف ته بوځى.
د کم عقل کس خبرې نۀ ختميږى. هيچا ته دا پته نشته چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى، څوک دا وئيلے شى چې زمونږ د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
او هغه به ګډې ښى لاس ته او چېلۍ ګس لاس ته کړى.
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے.