Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 10:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د کم عقل کس خبرې نۀ ختميږى. هيچا ته دا پته نشته چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى، څوک دا وئيلے شى چې زمونږ د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 10:14
13 Iomraidhean Croise  

ځکه چې هغه د سرکشۍ سره ګناه کوى، هغه ګستاخ دے، او هغه د خُدائ پاک خِلاف ډېرې خبرې کوى.“


ايُوبه، تۀ فضول خبرې کوې، او لکه د يو بې‌وقوف په شان خبرې کوې.“


هرکله چې خبرې ډيرې وى نو هلته ګناه هم موجوده وى، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتى هوښيار دے.


د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بې‌وقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.


کار سره کم عقل ډېر ستړے شى، او هغۀ ته دا پته هم نۀ لګى چې منزل ته خپله لار پېدا کړى.


نو بيا ما ته دا پته ولګېده چې د دې نه ښۀ خبره نشته چې په خپل محنت باندې خوشحاله اوسو. د دې نه بغېر بله لار نشته. هيچا ته پته نۀ لګى چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى.


څومره چې تۀ پرېشانه يې، نو هغه هومره به خراب خوبونه وينې او چې څومره زياتې خبرې کوې، نو هغه هومره به کم عقلې خبرې درنه وځى.


نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بې‌فائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېريږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟


په ښۀ حالاتو کښې خوشحاله اوسئ، خو چې کله تکليف راځى، نو ياد ساته چې خوشحالى او تکليف، دواړه خُدائ پاک راولى، او هيچا ته پته نۀ لګى چې سبا به څۀ کيږى.


هيچا ته پته نشته چې څۀ به کيږى، نو بيا څوک دا وئيلے شى چې په مستقبل کښې څۀ کېدو والا دى؟


اوس ما د دې هر څۀ مطالعه وکړه او دې نتيجې ته ورسېدم چې صادقان او هوښيار خلق چې هر څۀ کوى هغه د خُدائ پاک په لاس کښې دى. هغوئ ته دا پته نۀ لګى چې خُدائ پاک به يې قبلوى او کۀ رد کوى. دا هر څۀ به په راتلونکى وخت کښې کيږى.


تا زما خلاف په بې‌پرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan