12 د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى.
او داؤد هغه عماليقى ته وفرمائيل، ”خُون دې د خپلې غاړې دے. تا په خپله د ځان سره دا بد وکړل چې تا دا خبره وکړه چې تا د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه ووژلو.“
خو کۀ دا زۀ وے، نو ما به ستاسو حوصله افزائى کړے وے. او ما به دا کوشش کړے وے چې ستاسو غم لرې کړم.
او څوک چې ما نه راتاو دى د هغوئ سرونه دې په مصيبت کښې راګېر شى، او په هغه مصيبت کښې چې کوم د هغوئ شونډو جوړ کړے دے.
نېکان خلق خبرې د حکمت کړى، او د هغوئ ژبه د اِنصاف خبرې کړى.
د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى. هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،
هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بېفکره خبرو سره به کم عقل تباه شى.
هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بېوقوفه کړتن به تباه شى.
د بېپرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى.
د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بېوقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.
انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى.
څوک چې په زړۀ صفا وى او خوږې خبرې کوى، نو بادشاه به هم د هغۀ دوست شى.
لکه څنګه چې د ازغو بوټى د يو شرابى په لاس کښې وى دغه شان يو متل د کم عقل په خولۀ کښې وى.
هغه په حِکمت سره خبرې کوى، او هغه په مهربانۍ سره ښودنه کوى.
د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى.
کم عقل د لاس مشقت پرېږدى او خپل ځان د لوږې وژنى.
د خُدائ پاک په حضور کښې په خبرو کولو کښې تېزى مۀ کوه، د هغۀ په وړاندې په څۀ بيان کولو کښې جلدى مۀ کوه. ځکه چې هغه په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه باندې يې، نو د ضرورت نه زياتې خبرې مۀ کوه.
د خپلو خبرو په وجه ځان مۀ ګناهګارَوه، او اِمام ته مۀ وايه چې ما په غلطۍ سره منښته منلې وه. نو په دې وئيلو سره خُدائ پاک مۀ غصه کوه چې ستا ټول محنت مشقت تباه کړى.
ښۀ خبره دا ده چې د يو هوښيار کس په مزه خبرو ته غوږ ونيسې په ځائ د دې نه چې د کم عقلانو په مجلس کښې د بادشاه چغې واورې.
ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نېکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى.
هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟
هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“
خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.
ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.