11 کۀ د دم نه مخکښې مار پاړو وچيچى نو بيا د پاړوتوب څۀ فائده نشته.
ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده، او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.
د دوئ غاښونه مات کړه، پاکه خُدايه، د دې زمرو ژامنې ماتې کړه، مالِکه خُدايه.
خپلې ژبې يې لکه د تُورو په شان تېرې کړې دى، او د هغوئ بدې او ترخې خبرې لکه وژونکو غشو په شان دى،
په ژبه کښې د مرګ او ژوند طاقت شته دے، او څوک چې دې سره مينه کوى هغوئ ته به يې نتيجه مِلاو شى.
کۀ تبر پڅ وى او تېرۀ يې نۀ کړې، نو په دې باندې کار کول ډېر زور غواړى. خو حِکمت سړے همېشه د کاميابۍ طرف ته بوځى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو خلاف زهريله ماران درولېږم چې هيڅ قسم منتر به په هغې اثر نۀ کوى او هغه به تاسو وچيچى.“
او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى.
خو څوک هم ژبه په قابو کښې نۀ شى راوستلے. دا يوه نا آرامه بلا ده او د وژونکى زهر نه ډکه ده.