9 څۀ چې مخکښې وُو دا به بيا هم وى، څۀ چې شوى دى هغه به بيا هم کيږى. په مخ د زمکې هيڅ هم نوى نشته.
کله کله خلق وائى، ”ګوره، دا يو نوے څيز دے.“ خو په اصل کښې دا زوړ وى، يو څيز هم په رښتيا نوے نۀ دے.
نو ما فېصله وکړه چې په حِکمت، کم عقلتوب او په ليونتوب غور وکړم. نو زۀ پوهه شوم چې کوم کس به د بادشاه د وفات نه پس په تخت کښېنى نو هغه به صرف د تېر شوى بادشاه په شان حکومت کوى.
هر څۀ چې اوس کيږى هغه پخوا هم شوى دى، او څۀ چې به په آئنده کښې کيږى، هغه پخوا هم شوى دى. ځکه چې خُدائ پاک دا هر څۀ بيا بيا دوباره کوى.
هر څۀ چې کيږى هغه د تقدير ليک وى. دا ډېر د پخوا نه معلومه وه چې د هر يو کس سره به څۀ کيږى. نو خُدائ پاک سره د دې موضوع په حقله بحث کول فضول دى.
هيڅکله داسې مۀ وايه، ”تېر وخت د اوس نه ښۀ وو.“ دا خبره کول عقلمندى نۀ ده.
زۀ چې کوم نوى کارونه کوم نو هغې ته ګورئ. هغه اوس شروع کېدو والا دى، تاسو يې نۀ وينئ څۀ؟ زۀ به په بيابان کښې يوه لار جوړه کړم او هلته به د اوبو نِهرونه جوړ کړم.
اے زما بېوفا لورې، تۀ به ترڅو پورې سرګردانه ګرځې؟ مالِک خُدائ به يو نوے کار وکړى او هغه دا دے چې بنى اِسرائيل به خپل مالِک خُدائ ته غاړه ورکړى.“
خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى.
بيا ما يو نوے آسمان او يوه نوې دُنيا وليدله ځکه چې اول آسمان او اوله دُنيا غېب شوى وُو او سمندر هم نۀ وو.
او هغه څوک چې په تخت ناست وو هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، زۀ ټول څيزونه نوى کوم.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما دا کلام وليکه ځکه چې زما خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى.“