8 ټول څيزونه دومره د خوارۍ ډک دى چې انسان يې بيانولے نۀ شى. نۀ سترګې په کتلو مړيږى، او نۀ غوږونه په اورېدو ډکيږى.
ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
لکه څنګه چې په مرګ او تباهى دُنيا نۀ مړيږى، هم دغه شان د انسان سترګې کله هم نۀ مړيږى.
ټول سيندونه سمندر ته بهيږى، خو سمندر ډک نۀ شو. ځکه چې د سيندونو اوبۀ د کوم ځائ نه بهيږى نو هم هلته مسلسل واپس راځى او بيا د هغه ځائ نه بهيږى.
خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډېر محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بېمعنې وُو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى.
خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بېمعنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.
دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځې وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بېمعنې دى او د افسوس خبره ده.
انسان ټول محنت د خوراک پېدا کولو دپاره کوى، خو د هغۀ لوږه هيڅکله نۀ ختميږى.
تاسو د ډېرو په طمع وئ، خو وګورئ، دا لږ وختل. تاسو چې کور ته څۀ راوړل، هغه ما په هوا کښې والوځول. ولې؟ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زما د کور په وجه چې ګډوډ پروت دے، او تاسو ټول په خپلو کورونو جوړولو کښې مصروف يئ.
اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.
بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى.