5 نمر راوخېژى او پرېوځى او هغه ځائ ته زر زر بيا ځى چې د کوم ځائ نه راخيژى.
چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“
څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.
ترڅو چې يو غشے د هغۀ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډې وهى، هغۀ ته پته نۀ وى چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځى.
”مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ چرې تاسو زما لوظ د ورځې او د شپې د مقرر شوى نظام په حقله ماتولے شئ، چې شپه او ورځ په خپل مقرر شوى وخت رانۀ شى
او څنګه چې ستا د نېزې ځلا وپړقېدله او ستا د ويشتلے شوو غشو رڼا ته، په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ په خپل ځائ ودرېدل.