4 پيړۍ په پيړۍ تېرې شى، خو زمکه همېشه قائمه وى.
يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“
هغه زمکه په خپلو بنيادونو باندې مضبوطوى، چې هيڅکله به نۀ خوځيږى.
هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.
نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بېفائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېريږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟
خو ستاسو پلار نيکۀ اوس چرته دى؟ ولې هغوئ او پېغمبران به تر ابده ژوندى وى څۀ؟
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
آخر هغه ښځه هم مړه شوه.