3 په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟
خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډېر محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بېمعنې وُو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى.
ما چې په مخ د زمکې د هر څۀ دپاره محنت کړے وو نو د هغې نه زما نفرت پېدا شو، ځکه چې دا هر څۀ به هغۀ ته پاتې شى چې زما نه پس به راځى.
او چا ته پته ده چې هغه به هوښيار وى او کۀ کم عقل؟ خو چې ما د څۀ دپاره محنت کړے دے نو هغه هر څۀ به د هغۀ شى، څۀ چې ما په خپله هوښيارتيا په مخ د زمکې ګټلى دى نو هغه هر څۀ به د هغۀ وى. دا ټول بېمعنې دى.
نو په مخ د زمکې انسان ته د سخت محنت او پرېشانۍ نه څۀ حاصليږى؟
يو کاريګر د خپل محنت نه څۀ فائده اخلى؟
خو د ټولو نه بختور هغه دى کوم چې لا پېدا شوى نۀ دى، چې هغوئ هغه بدعملى نۀ ده ليدلې کومه چې په مخ د زمکې کيږى.
ما په دُنيا کښې نور څۀ هم ليدلى دى چې هغه بېمعنې دى.
دا هم ډېره د افسوس خبره ده، چې څنګه انسان دُنيا ته راځى نو هغه شان ځى. هغۀ فائده څۀ وکړه؟ چې عبث هوا پسې يې منډې ووهلې؟
نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې د انسان دپاره ښۀ او بهتره دا ده چې څومره ورځې خُدائ پاک هغۀ له ورکړې دى په هغې کښې خوراک څښاک کوى او په مخ د زمکې د خپل سخت محنت نه خوند اخلى. ځکه چې هم دا زمونږه اجر دے.
نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بېفائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېريږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟
هوښيار جوړېدل ښۀ دى. دا داسې دى لکه چې ميراث واخلى. په دُنيا کښې د هر چا دپاره عقلمند جوړېدل فائده مند دى.
ما ته په مخ د زمکې د حِکمت يو بل مثال مِلاو شوے دے او دا ما ته ډېر زيات ښۀ ښکارى.
دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بېوقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.
د هغوئ مينه، نفرت او غېرت، هر څۀ ډېر مخکښې ختم شوى دى. په مخ د زمکې چې څۀ کيږى نو هغوئ به هيڅکله په کښې برخه وانۀ خلى.
چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ.
آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟
د هغه بُت څۀ فائده ده، چې انسان تراشلے وى؟ يا هغه مجسمه چې د دروغو تعليم ورکوى؟ ځکه چې څوک دا جوړوى هغه په خپل جوړ کړى څيز اعتماد کوى، هغه جوړ کړى بُتان چې خبرې نۀ شى کولے.
کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
د هم دغه خلقو تابعدارى کوئ بلکې د هر هغه چا هم تابعدارى کوئ چې دغه شان خِدمت او محنت کوى.