18 ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې عِلم زياتوى هغه غمونه زياتوى.
او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“
ما د ځان سره ووئيل، ”د کم عقل په شان اَنجام به زما هم وى، نو بيا زما د ټول حِکمت فائده څۀ ده؟ دا هر څۀ بېمعنې دى.“
هره ورځ هغه کړيږى او د خپل کار دپاره پرېشانه وى. او د شپې هم ورته ذهنى سکون نۀ ملاويږى. دا هر څۀ بېمعنې دى.
د ځان نه ډېر ايمانداره مۀ جوړوه او د ځان نه ډېر هوښيار سړے مۀ جوړوه، ولې ځان تباه کوې؟