17 ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بېوقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.
کله چې ما پرې د پوهېدو کوشش وکړو، نو دا کار ما ته سخت ښکاره شو.
نو معلِم وائى، ”هر څۀ بېمعنې دى، دا هر څۀ بېمعنې دى.“
نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دُنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بېمعنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو.
د ډېر سوچ نه پس ما فېصله وکړه چې د ميو په ذريعه ځان په سُر کښې کړم. او د حکمت په لټون کښې مې کم عقلتوب شروع کړو. ما غوښتل چې معلوم کړم چې د انسان په دوه څلور ورځې ژوند کښې په مخ د زمکې څۀ کول فائده مند دى.
لنډه دا چې، د انسانانو او ځناورو دواړو اَنجام يو دے، انسان او ځناور دواړه ساه اخلى، او دواړه مرى. انسان د ځناور نه بهتر نۀ دے، دا هر څۀ بېمعنې دى.
بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بېمعنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.
خېر دے چې لږ وى خو چې د آرام سره وى، نه چې ډېر وى او د بېحده محنت سره وى. حد نه زيات محنت هوا پسې منډې وهل دى.
څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بېمعنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى.
کله چې ما پوره کوشش وکړو چې هوښيار شم او په هغې کار غور وکړم چې خلق يې د زمکې په مخ کوى، نو ما وکتل چې د داسې محنت په وجه هغوئ شپه او ورځ خوب نۀ شى کولے.
دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بېوقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.
خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.