1 دا د معلِم خبرې دى، چې د داؤد زوئ وو او د يروشلم بادشاه وو.
سليمان په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.
او تا د يو څو پېغمبرانو بندوبست کړے دے چې په يروشلم کښې دا اِعلان وکړى چې تۀ د يهوداه بادشاه يې. خو بادشاه سلامت به يقيناً د دې نه خبر شى، نو ځکه زۀ دا مشوره درکوم چې مونږ دواړه مِلاو شُو چې په حالاتو باندې خبرې وکړُو.“
ما ستا د خلاصون زېرے په لوئ جماعت کښې بيان کړو، مالِکه خُدايه تۀ ښۀ خبر يې چې ما خپل بيان بند نۀ کړو،
د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو.
کوم کارونه چې هغې کړى دى هغې ته يې اجر ورکړئ، او د خلقو په مينځ کښې د هغې د محنت ستائينه وکړئ.
زۀ معلِم په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه وم.
معلِم وفرمائيل چې زۀ دې نتيجې ته ورسېدم، کله چې ما په دې موضوع باندې د هر طرف نه غور و فکر وکړو.
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“
نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بېدينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل.