Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 9:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 زۀ غرۀ ته وختلم چې د کاڼو هغه تختې راواخلم چې هغه لوظ ورباندې ليکلے شوے وو کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے. زۀ هلته بغېر د څۀ خوراک څښاک نه څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پاتې شوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 9:9
17 Iomraidhean Croise  

الياس پاڅېدو، خوراک څښاک يې وکړو او دې خوراک هغۀ له دومره طاقت ورکړو چې سينا ته څلوېښت ورځې مزل وکړى، کوم چې د خُدائ پاک غر دے.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”نه، هغه فوجيان مۀ وژنه. کۀ هغوئ په جنګ کښې هم نيولے شوى وے نو هغوئ به دې نۀ وژلے. هغوئ ته روټۍ او اوبۀ کېږده، چې خوراک څښاک وکړى نو واپس دې خپل نېک له لاړ شى.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ما له غرۀ ته راوخېژه او چې کله تۀ هلته يې نو زۀ به تا له د کاڼو دوه تختې درکړم چې په هغې باندې ما ټول اصُول او حُکمونه ليکلى دى چې تۀ به دا خلقو ته بيانوې.“


چې موسىٰ بره وختلو نو وريځې غر پټ کړو.


چې موسىٰ بره غرۀ ته ورختلو نو د وريځې مينځ ته ورننوتلو او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غرۀ کښې ايسار شو.


چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.


چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“


موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.


هغۀ څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونيوله او په آخر کښې هغه نار نهور شو.


کۀ چرې مونږ په دې مثال پوهه شُو، دا دواړه ښځې د خُدائ پاک هغه دوه لوظونه ښکاره کوى. اوله ښځه چې هاجِره نوميږى چې هغه د سينا د غرۀ په مثال ده چرته چې خلقو ته شريعت مِلاو شو او هغه يې غلامان کړل.


هغۀ په تاسو باندې عاجزى او لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک دپاره من درکړل، هغه خوراک چې د دې نه مخکښې هيڅکله ستاسو پلار نيکۀ هم نۀ وو خوړلے. هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنى آدم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه تش په روټۍ پائى، خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د مالِک خُدائ د خولې نه راوځى.


د هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو نه وروستو مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په کومو باندې هغۀ شريعت ليکلے وو.


نو زۀ واپس شوم او د غرۀ نه راکوز شوم، هغه د کاڼو دوه تختې مې راروانې کړې وې چې په کومو باندې شريعت ليکلے شوے وو. د غر نه د اور لمبې ختلې.


نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم او نۀ مې څۀ خوړل او نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه او هغه مو غصه کړے وو.


په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan