Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 9:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ځان په دې ښۀ پوهه کړئ چې مالِک خُدائ دا زرخيزه مُلک تاسو له ستاسو د ښۀ‌والى په وجه نۀ درکوى بلکې تاسو خو ضدى خلق يئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 9:6
19 Iomraidhean Croise  

د هغوئ په شان ضدى مۀ جوړېږئ، خو د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ. په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راځئ، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د همېشه دپاره مقدس کړے دے او د هغۀ عبادت کوئ نو داسې به د هغۀ د سخت قهر نه خلاص شئ.


صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله.


دوئ به د خپل پلار نيکۀ په شان نۀ وى، او هغوئ به سرکشه او باغيان نۀ وى، د چا زړونه چې خُدائ پاک ته وفادار نۀ وُو، او د هغوئ احساس هم خُدائ پاک ته وفادار نۀ وو.


ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى خلق دى.


تاسو هغه زرخېزې زمکې له ورروان شئ. خو زۀ به په خپله تاسو سره نۀ ځم، ځکه چې تاسو ضدى خلق يئ او کېدے شى چې زۀ تاسو په لاره کښې تباه کړم.“


هغۀ وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، کۀ تۀ په رښتيا زما نه رضا يې زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ مونږ سره لاړ شه. زمونږ دا خلق ضديان دى،خو زمونږ بدى او ګناه معاف کړه او مونږ د خپلو خلقو په توګه قبول کړه.“


کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


تاسو به په دې پوهه شئ ‎چې زۀ مالِک خُدائ يم، اے د بنى اِسرائيلو قومه، کله چې زۀ تاسو سره د خپل نوم د خاطره نرم سلوک وکړم او ستاسو د خرابو کارونو او ستاسو د غلطو اعمالو په مطابق سلوک ونۀ کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“


نو په دې وجه بنى اِسرائيلو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے بنى اِسرائيلو دا ستاسو دپاره نۀ دى کوم څيزونه چې زۀ کوم، خو دا زما د مقدس نوم په خاطر دى، د کوم چې تاسو په نورو قومونو کښې بې‌حرمتى وکړه چرته چې هم لاړئ.


تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.


نو د اوس نه د مالِک خُدائ تابعداره اوسئ او خپل ضد پرېږدئ.


هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى.


ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى او سرکشه دى. هغوئ زما په ژوند کښې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او زما د مرګ نه پس به هغوئ نور بغاوت هم کوى.


مالِک خُدائ ما ته دا هم وفرمائيل، ما ته پته ده چې دا څومره ضدى خلق دى.


چې د کوم وخت نه ما تاسو پېژندلى يئ، تاسو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى کړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan