Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 9:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 ګنې، مِصريان به ووائى چې تۀ د دې جوګه نۀ يې چې خپل خلق هغه مُلک ته بوځې چې د هغوئ سره دې وعده کړې ده. هغوئ به ووائى چې تا خپل خلق بيابان ته د دې دپاره بوتلل چې هغوئ ووژنې، ځکه چې تا د هغوئ نه نفرت کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 9:28
7 Iomraidhean Croise  

مِصريانو ته دې د پېغور کولو موقع مِلاو شى څۀ چې ووائى چې تا خپل خلق د مِصر نه د دې دپاره راوويستل چې په غرونو کښې يې ووژنې او هغوئ بېخى تباه کړې؟ خپل قهر بس کړه، خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو دا تباهى مۀ راوله.


خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو.


چې تا خپل خلق په صحرا کښې ووژل ځکه چې ستا طاقت نۀ وو چې هغوئ هغه مُلک له بوځې چې تا د ورکولو وعده کړې ده.


تاسو يو بل ته وغورېدئ او ومو وئيل، مالِک خُدائ زمونږ نه نفرت کوى. هغۀ مونږ د مِصر مُلک نه صِرف د دې دپاره راوويستلو چې اموريانو ته مو حواله کړى چې هغوئ مونږ ووژنى.


خو د هغوئ دشمنان ما داسې لافو وهلو ته پرې نۀ ښودل چې هغوئ زما خلقو له شکست ورکړے وے، ځکه چې هغوئ ما په خپله ختم کړى دى.“


خپل خِدمت کوونکے اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه او د دې خلقو ضد، بدکارۍ او ګناه ته مۀ ګوره.


کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan