Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 9:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 او ما دُعا وکړه، اے مالِکه خُدايه، خپل خلق مۀ تباه کوه، هغه خلق چې تا بچ کړل او د خپل لوئ طاقت او قوت سره دې د مِصر نه راوويستل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 9:26
36 Iomraidhean Croise  

د زمکې په مخ باندې د بنى اِسرائيلو په شان بل يو قوم هم نشته، چې هغوئ تا د غلامۍ نه خلاص کړل د دې دپاره چې هغوئ ستا خپل خلق شى. تا چې د هغوئ دپاره کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم په دُنيا کښې مشهور او خور شوے دے. چې ستا خلق مخ په وړاندې تلل نو تا نور قومونه او د هغوئ معبودان لرې کړل، هغه خلق کوم چې تا د مِصر نه آزاد کړل د دې دپاره چې ستا خپل خلق شى.


هغوئ بيا هم ستا خپل خلق دى، هغه ميراث، چې تا د مِصر مُلک نه راوويستل چې سم سور اور وو.


تا هغوئ د ټولو قومونو نه خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى لکه څنګه چې تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ ته فرمائيلى وُو کله چې تا زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راويستل.“


مالِکه خُدايه، دا ستا خِدمتګاران او ستا خپل خلق دى. تا هغوئ د خپل لوئ طاقت او قوت سره په بيعه آزاد کړل.


نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.


چا ته چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړى هغوئ دې خلقو ته ووائى، هغوئ هم څوک چې هغۀ د دشمن د لاس نه خلاص کړى دى،


بچ کړه خپل خاص خلق او ورته برکت ورکړه، شپون د هغوئ جوړ شه تل يې په خپلو لاسونو کښې اوچت کړه.


رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم، او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم. ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.


په خپلو تکړه لاسونو دې خپلو خلقو ته خلاصون ورکوې، د يعقوب او د يوسف اولاد ته خلاصون ورکوې.


نو دوئ ته ياد شُو چې خُدائ پاک د دوئ د پناه ګټ وو، او دا چې خُدائ تعالىٰ د دوئ خلاصونکے وو.


موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.


تۀ په خپله وعده ولاړ وې او تا هغه خلقو ته لار ښودله کوم چې تا بچ کړى دى، تۀ به په خپل طاقت سره هغوئ، تر خپل مقدس ځائ پورې ورسوې.


اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم. دا هم ياد ساته چې تا دا قوم خپل خلق ګڼلى دى.“


هغۀ وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، کۀ تۀ په رښتيا زما نه رضا يې زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ مونږ سره لاړ شه. زمونږ دا خلق ضديان دى،خو زمونږ بدى او ګناه معاف کړه او مونږ د خپلو خلقو په توګه قبول کړه.“


اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.


کله کله خو داسې ښکارى لکه چې مونږ هډو ستا خلق نۀ وُو او نۀ کله ستا د خلقو د نوم پورې تړلې يُو.


د خپل نوم د خاطره دې مونږ مۀ پرېږده، او خپل جلالى تخت دې مۀ سپکوه. خپل لوظ دې راپه ياد کړه کوم چې تا مونږ سره کړے دے او هغه مۀ ماتوه.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.


وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟


ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.


خو هغه د خوبونو تعبير ورکوونکى يا پېغمبران ووژنئ چې تاسو ته وائى چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړئ، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. داسې خلق تاسو د هغه لارې نه اړوى په کومه باندې چې مالِک خُدائ تاسو له د تلو حُکم درکړے دے. هغوئ دې خامخا ووژلے شى، چې خپل ځانونه د دې بد عمل نه خلاص کړئ.


هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم.


اے مالِکه خُدايه، خپل خلق اِسرائيليان معاف کړه څوک دې چې تا د مِصر نه آزاد کړل. مونږ معاف کړه او د يو بې‌ګناه کس د قتل ذمه وارى زمونږ په غاړه مۀ اچوه.


خو د يعقوب اولاد هغۀ د خپل ځان دپاره خوښ کړو.


خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې سمدستى د غرۀ نه کوز شه، ځکه چې ستا خلق کوم چې تا د مِصر نه راوويستل، هغوئ مرتد شوى دى. هغوئ د هغه څۀ نه زر اوړېدلى دى چې ما يې حُکم ورکړے دے او هغوئ د خپلو ځانونو دپاره د سرو زرو يو بُت جوړ کړے دے.


خپل خِدمت کوونکے اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه او د دې خلقو ضد، بدکارۍ او ګناه ته مۀ ګوره.


د دې هر څۀ نه علاوه، دا هغه خلق دى چې تا خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى او د خپل لوئ طاقت او قوت سره دې هغوئ د مِصر نه راوويستل.


نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.


هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.


او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.


سموئيل يو داسې ګډُورے حلال کړو چې مور يې رودله او د يوې نذرانې په توګه يې ټول مالِک خُدائ ته وسوزولو. بيا يې مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې د بنى اِسرائيلو مدد وکړى او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا واورېده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan