25 نو په هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو کښې زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې پړمخې پروت وم، دا ځکه چې ما ته پته وه چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لرى.
نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.
موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.
ما ته پته ولګېده چې تاسو د هغه حُکم نافرمانى کړې ده کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے وو او تاسو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وه چې د سخى په شکل کښې مو د سرو زرو بُت جوړ کړے وو.
نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم او نۀ مې څۀ خوړل او نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه او هغه مو غصه کړے وو.