22 کله چې تاسو په تبيعره، مسه، قبروت هتاوه کښې وئ نو تاسو هلته هم مالِک خُدائ غصه کړے وو.
خو بيا هم هغوئ د خُدائ خلاف ګناه کوله، او په صحرا کښې يې د خُدائ تعالىٰ خلاف سرکشى وکړه.
نو په دې وجه خلق د موسىٰ سره په جګړه شول او وې وئيل، ”مونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“
نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) او مريبه (يعنې جګړه) نوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول او مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“
د هغه ځائ نوم ”د لالچيانو قبرونه“ شو، ځکه چې هغوئ هلته هغه خلق ښخ کړل د کومو چې غوښې ته زړۀ شوے وو.
او موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”خپل مجمر واخله، د قربانګاه نه په کښې ژوندى سکارۀ واچوه او په سکارو باندې لږه خوشبوئى واچوه. بيا خلقو له په منډه لاړ شه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه. زر شه. مالِک خُدائ په قهر دے او تباهى د مخکښې نه شروع شوې ده.“
د ليوى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ خپله رضا د اُوريم او تميم په ذريعه څرګندوې د خپلو وفادارو خِدمتګارانو، ليويانو په ذريعه، هغوئ تا په مسه کښې وآزمائيل او د مريبه چينو سره دې رښتونى ثابت کړل.