20 مالِک خُدائ هارون ته هم دومره غصه وو چې وې وژنى، نو په هغه وخت ما د هارون دپاره هم دُعا وکړه.
هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”دې خلقو درباندې څۀ کړى دى، چې په دومره سخته ګناه دې آخته کړى دى؟“
نو مالِک خُدائ په هغه خلقو يو وبا راولېږله، ځکه چې د هغوئ په وجه هارون د سرو زرو سخے جوړ کړے وو.
زۀ د مالِک خُدائ د سخت قهر نه ويرېدم، ځکه چې هغه دومره غصه وو چې تاسو تباه کړى، خو مالِک خُدائ يو ځل بيا زما واورېدل.
ما هغه د ګناه نه ډک څيز يعنې د سرو زرو سخے واخستو کوم چې تاسو جوړ کړے وو او په اور کښې مې واچولو. بيا ما دا ټوټې ټوټې کړو، د اوړو په شان مې مېده کړو او هغه مې په هغه وَله کښې وغورزولو چې د غر نه لاندې بهېده.