Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 9:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم او نۀ مې څۀ خوړل او نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه او هغه مو غصه کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 9:18
11 Iomraidhean Croise  

داؤد خُدائ پاک ته د دې دپاره سوال وکړو چې ماشوم ښۀ شى. هغۀ روژه ونيوله او هره شپه به د هغۀ کوټې ته تلو او ټوله شپه به يې په زمکه تېروله.


الياس پاڅېدو، خوراک څښاک يې وکړو او دې خوراک هغۀ له دومره طاقت ورکړو چې سينا ته څلوېښت ورځې مزل وکړى، کوم چې د خُدائ پاک غر دے.


بيا هغه د خُدائ پاک د کور د مخې نه لاړو او د اِلياسب زوئ يهوحنان کوټې ته ورننوتلو، هلته يې شپه تېره کړه او د جلاوطنۍ خلقو په بې‌وفايۍ يې خفګان کولو، او په دې وجه يې خوراک څښاک نۀ کولو.


نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.


موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.


هغۀ وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، کۀ تۀ په رښتيا زما نه رضا يې زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ مونږ سره لاړ شه. زمونږ دا خلق ضديان دى،خو زمونږ بدى او ګناه معاف کړه او مونږ د خپلو خلقو په توګه قبول کړه.“


”د وړومبى ځل په شان زۀ په غر باندې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې ايسار شوم، مالِک خُدائ يو ځل بيا زما خبرې ته غوږ ونيولو او په دې رضا شو چې تاسو به نۀ تباه کوى.


نو هلته ستاسو په مخکښې ما د کاڼو تختې راوغورزولې او ټوټې ټوټې مې کړې.


نو په هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو کښې زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې پړمخې پروت وم، دا ځکه چې ما ته پته وه چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لرى.


زۀ غرۀ ته وختلم چې د کاڼو هغه تختې راواخلم چې هغه لوظ ورباندې ليکلے شوے وو کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے. زۀ هلته بغېر د څۀ خوراک څښاک نه څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پاتې شوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan