17 نو هلته ستاسو په مخکښې ما د کاڼو تختې راوغورزولې او ټوټې ټوټې مې کړې.
چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې.
ما ته پته ولګېده چې تاسو د هغه حُکم نافرمانى کړې ده کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے وو او تاسو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وه چې د سخى په شکل کښې مو د سرو زرو بُت جوړ کړے وو.
نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم او نۀ مې څۀ خوړل او نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه او هغه مو غصه کړے وو.