16 ما ته پته ولګېده چې تاسو د هغه حُکم نافرمانى کړې ده کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے وو او تاسو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وه چې د سخى په شکل کښې مو د سرو زرو بُت جوړ کړے وو.
چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې.
هغۀ د هغوئ والۍ واخستلې، ويلې يې کړې او د سخى په شکل يې يو بُت ترې نه جوړ کړو. هغوئ ووئيل، ”اے بنى اِسرائيلو، دا زمونږ خُدائ دے چې مونږ يې د مِصر د مُلک نه راوويستلو.“
نو زۀ واپس شوم او د غرۀ نه راکوز شوم، هغه د کاڼو دوه تختې مې راروانې کړې وې چې په کومو باندې شريعت ليکلے شوے وو. د غر نه د اور لمبې ختلې.
نو هلته ستاسو په مخکښې ما د کاڼو تختې راوغورزولې او ټوټې ټوټې مې کړې.