15 نو زۀ واپس شوم او د غرۀ نه راکوز شوم، هغه د کاڼو دوه تختې مې راروانې کړې وې چې په کومو باندې شريعت ليکلے شوے وو. د غر نه د اور لمبې ختلې.
د سينا ټول غر د وريځ په شان په لوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکوز شوے وو. دا لوګے د بټۍ د لوګى په شان بره ختلو او ټول غر سخت ولړزېدلو.
نو موسىٰ خپله امسا آسمان ته پورته کړه او مالِک خُدائ تندر او ږلۍ راولېږله او برېښنا زمکه ووهله. مالِک خُدائ د ږلۍ يو لوئ طوفان او آسمانى بجلى راولېږله. د مِصر په ټول تاريخ کښې هم داسې خراب طوفان کله هم نۀ وو تېر شوے.
چې تاسو څنګه د غرۀ لمنې ته لاړئ او هلته ودرېدئ په کوم چې اور لګېدلے وو او لمبې يې آسمان ته ختلې او وريځ او تکه توره تيارۀ شوه.
کله چې ټول غر اور اخستے وو او تاسو د تيارې نه آواز واورېدو، نو ستاسو د قبيلو مشران ما له راغلل
ما ته پته ولګېده چې تاسو د هغه حُکم نافرمانى کړې ده کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے وو او تاسو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وه چې د سخى په شکل کښې مو د سرو زرو بُت جوړ کړے وو.
نو تاسو هغه غر ته نۀ يئ راغلى چې به د اور شغلو، تيارې، تورتم او طوفان راګېرولو، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل د سينا غرۀ ته راغلى وُو.