Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 9:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 مالِک خُدائ ما ته دا هم وفرمائيل، ما ته پته ده چې دا څومره ضدى خلق دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 9:13
12 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو،


زۀ به لاندې خامخا ځم چې دا پته ولګوم چې کوم اِلزامونه ما اورېدلى دى چې هغه رښتيا دى او کۀ نه.“


خو هغوئ به د هغۀ په وېنا باندې عمل نۀ کولو، هغوئ د خپل پلار نيکۀ په شان ضديان وُو، چا چې په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک باندې يقين نۀ کولو.


”اے زما خلقو ما ته غوږ شئ زۀ به تاسو ته خبرې وکړم اے بنى اِسرائيلو زۀ ستاسو خلاف دا ګواهى کوم. چې هم زۀ خُدائ يم او ستاسو خُدائ پاک يم،


ما ستاسو زناکارى او د نفس خواهشات، ما ستاسو په بې‌شرمۍ سره د بُتانو عبادت په لوړو او ژورو باندې وليدلو. په تاسو دې افسوس وى، اے يروشلمه. ترڅو پورې به تاسو داسې حرام کاره او ناپاکه يئ؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، ولې په کوم کور چې زما نامه ليکلے شوې ده د دې نه د ډاکوانو د پټېدو ځائ جوړ شوے دے څۀ؟ خبردار. څۀ چې تاسو کوئ زۀ دا هر څۀ ګورم.


ما په اِسرائيلو کښې ډېر بد بد کارونه ليدلى دى. زما خلقو د بُتانو د عبادت په وجه خپل ځانونه ناپاکه کړى دى چې زناکارى ده.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


نو د اوس نه د مالِک خُدائ تابعداره اوسئ او خپل ضد پرېږدئ.


ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى او سرکشه دى. هغوئ زما په ژوند کښې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او زما د مرګ نه پس به هغوئ نور بغاوت هم کوى.


ځان په دې ښۀ پوهه کړئ چې مالِک خُدائ دا زرخيزه مُلک تاسو له ستاسو د ښۀ‌والى په وجه نۀ درکوى بلکې تاسو خو ضدى خلق يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan