Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 9:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو نه وروستو مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په کومو باندې هغۀ شريعت ليکلے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 9:11
6 Iomraidhean Croise  

چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.


چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“


کله چې خلق د مالِک خُدائ د غرۀ سينا نه روان شول، هغوئ درې ورځې سفر وکړو. د مالِک خُدائ د لوظ صندوق به همېشه د هغوئ نه مخکښې تلو چې د هغوئ دپاره د دمې کولو ځائ پېدا کړى.


زۀ غرۀ ته وختلم چې د کاڼو هغه تختې راواخلم چې هغه لوظ ورباندې ليکلے شوے وو کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے. زۀ هلته بغېر د څۀ خوراک څښاک نه څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پاتې شوم.


په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan