Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 8:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 هلته به هيڅکله اوږى نۀ شئ او نۀ به محتاج شئ. د هغې په تيږو کښې اوسپنه شته دے او د هغې غرونو نه تاسو تانبه راويستلے شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 8:9
8 Iomraidhean Croise  

او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.


هغۀ د مېخونو او د لرګى دروازو د تړلو د پټو دپاره په لوئ مِقدار کښې اوسپنه، او دومره ډېر زېړ ورکړل چې هيچا هم نۀ شُو تللے.


اوسپنه د زمکې نه راويستلے شى، او د کاڼو نه ويلې شوې تانبه راوځى.


د هغۀ د ښارونو دې د اوسپنې په دروازو سره حِفاظت وشى، او هغه دې همېشه په امن کښې ژوند تېروى.


تاسو چې د خوراک دپاره څۀ غواړئ هغه هر څۀ به درته ملاويږى او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم آباد مُلک درکړے دے د هغې دپاره به تاسو د هغۀ شُکر ادا کړئ.


يو داسې مُلک چې غنم، اوربشې، انګور، اينځر، انار، د زيتُونو تېل او شات په کښې پېدا کيږى.


کله چې تاسو هلته ورسېږئ، نو تاسو به وګورئ چې هغه امن پسند خلق دى. هغه يو لوئ مُلک دے، او چې څۀ غواړئ هغه هر څۀ په کښې شته او خُدائ پاک هغه تاسو له درکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan