Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 8:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو هغه زرخېز مُلک ته راولى، يو داسې مُلک چې سيندونه او ولې په کښې وى چې د هغه چينو نه وتلې وى چې د درو او غرونو نه بهيږى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 8:7
17 Iomraidhean Croise  

هغه خپله کوچاڼې د انګور په بوټى پورې تړى، د ټولو نه ښۀ بوټى پورې. هغه خپلې جامې د انګور په سور رس کښې وينځى.


تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.


تۀ په درو کښې د چينو نه اوبۀ راوباسې، چې د غرونو په مينځ کښې بهيږى.


دوئ بيا د هغه ښۀ مُلک نه نفرت شروع کړو، او دوئ د هغۀ په وعده يقين نۀ کولو.


نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.


بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى.


راځئ چې زۀ د خپل محبوب دپاره سندره وايم، دا زما د دوست او د هغۀ د انګورو د باغ سندره ده. زما د دوست د انګورو يو باغ وو، چې دا باغ په يوه زرخېزه غونډۍ باندې وو.


ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.


هغۀ ستا د مُلک نه دا بوټے راواخستو او په زرخيزه زمکه کښې يې وکَرلو. هغۀ دا لکه د خارولى په شان د روانو اوبو په غاړه وکَرلو.


په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے.


نو بيا، هم هغه شان کوئ چې څنګه مالِک خُدائ حُکم درکړے دے، د هغۀ د قانون په مطابق ژوند تېروئ او د هغۀ تابعدارى کوئ.


يو داسې مُلک چې غنم، اوربشې، انګور، اينځر، انار، د زيتُونو تېل او شات په کښې پېدا کيږى.


کله چې تاسو هلته ورسېږئ، نو تاسو به وګورئ چې هغه امن پسند خلق دى. هغه يو لوئ مُلک دے، او چې څۀ غواړئ هغه هر څۀ په کښې شته او خُدائ پاک هغه تاسو له درکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan