Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 8:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 کۀ چرې تاسو د مالِک خُدائ تابعدارى ونۀ کړئ، نو د هغه قومونو په شان به تاسو تباه شئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مخ په وړاندې تلو سره تباه کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 8:20
10 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ بادشاهى به تل تر تله وى، د هغۀ د دُنيا نه به غېرقومونه هلاک شى.


خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل.


نو د هغوئ لاشونه به د هوا مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک شى او داسې څوک به ژوندى نۀ وى چې دا ترې نه وشړى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې دا يو مثال دے چې په آئنده کښې به د يروشلم سره څۀ کيږى. يروشلم ما د ټولو قومونو په مينځ کښې پېدا کړے دے او ټول مُلکونه ترې نه ګېرچاپېره پراتۀ دى.


کۀ د دې هر څۀ نه پس هم زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسئ او زما د منلو نه اِنکار وکړئ،


ستاسو کوم کسان چې ستاسو د دشمنانو په مُلک کښې ژوندى پاتې وى هغوئ به خراب‌تُراب شى، ستاسو خپلې ګناه او ستاسو د پلار نيکۀ د ګناه په وجه به داسې وشى.


نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ.


د دې په ځائ، د مالِک خُدائ هم هغه شان وفادار اوسئ، لکه څنګه چې تر اوسه پورې وفادار يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan