ګردان 8:19 - Pakistani Yousafzai Pashto19 هيڅکله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک مۀ هېروئ او نۀ چې نورو معبودانو ته واوړئ چې د هغوئ عبادت او خِدمت وکړئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو زۀ نن تاسو له خبردارے درکوم چې بېشکه تاسو به تباه شئ. Faic an caibideil |
نو تاسو يقين وکړئ چې کله تاسو مخ په وړاندې ځئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به نور هغه قومونه ونۀ شړى. او هغوئ به ستاسو دپاره د دام يا د کندې په شان خطرناک وى او د کوړې په شان به داسې دردناک وى لکه چې ستاسو ملا ورباندې ووهلے شى او يا چې ازغى ستاسو سترګې ړندې کړى. او دا به په هغه وخت ختم شى چې ستاسو يو کس هم په دې ښائسته مُلک کښې پاتې نۀ شى هغه مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.