Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 8:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 پام کوئ چې تاسو په خپل زړۀ کښې دا ونۀ وايئ چې په خپل طاقت او قوت سره تاسو خپل ځانونه مالداره کړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 8:17
17 Iomraidhean Croise  

کۀ ما د خپل مال دولت په وجه خوشحالى کړے وے، يا چې ما سره ډېر څۀ دى،


خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.


د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى، د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،


ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”خلقو ته ووايه چې د مړو لاشونه به په پټو کښې لکه د ډېران د سرې پراتۀ وى، او لکه د غنمو وږې په شان د لَوګرى شا ته اخوا ديخوا پراتۀ وى دغه شان به مړى هرې خوا ته پراتۀ وى او د راټولولو به يې څوک نۀ وى.“


په تجارت کښې د ډيرې پوهې په ذريعه تا خپل مال دولت زيات کړو، او د مال دولت په وجه ستا زړۀ ډېر مغروره شو.


بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“


هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“


بنى اِسرائيل وائى، ”زۀ ډېر مالداره يم، زۀ دولتمند شوے يم. هيڅوک به دا ثابته نۀ کړى چې په دې ټول مال حال حاصلولو کښې زما نه څۀ قصور يا ګناه شوې ده.“


په دې وجه هغه د خپل ښکار د جالونو عبادت کوى او په مخکښې ورته خوشبويۍ سوزوى، د خپل جال په وجه هغه ښۀ ژوند تېروى او د خوښې خوراکونه کوى.


تاسو هيچا هم په بل باندې بهتر کړى نۀ يئ. او تاسو سره چې څۀ دى هغه خُدائ پاک درکړى دى. او بيا چې هر څۀ خُدائ پاک درکړى دى نو بيا په څۀ خبره فخر کوئ لکه چې هغۀ نۀ وى درکړى؟


په خپل زړۀ کښې دا مۀ وايئ چې دا قومونه ستاسو نه په شمېر کښې زيات دى او هغوئ تاسو نۀ شئ شړلے.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ ستاسو دپاره د هغه مُلک نه وباسى، نو په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايئ چې ګنې تاسو نېک خلق يئ او د دې دپاره يې راوستلئ چې دا مُلک ستاسو شى. داسې نۀ ده، مالِک خُدائ دا خلق ستاسو دپاره ځکه وباسى چې هغوئ بدکاره دى.


مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى.


هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى، هغه څوک لاندې کوى او څوک اوچتوى.


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”زما وروڼو، مالِک خُدائ چې مونږ له څۀ راکړى دى نو په هغې کښې شومتوب مۀ کوئ، هغۀ زمونږ حِفاظت وکړو او په لښکر باندې يې فتح راکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan