نو امصياه، تا ادوميانو له شکست ورکړے دے او مغروره شوے يې. خو په خپل شُهرت باندې ګزاره کوه او په کور کښې کښېنه. داسې بلا ولې راخبروې چې په تا او ستا په خلقو باندې تباهى راولى؟“
چې هر کله هم تاسو دا مزى ګورئ نو تاسو ته به زما ټول حُکمونه درياديږى او عمل به پرې کوئ، نو تاسو به زما نه نۀ اوړئ او د خپلو سترګو او زړۀ په خواهشونه پسې به نۀ ګرځئ.
نو هغه به خپل ځان د خپلو خلقو نه اوچت نۀ ګڼى او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى به نۀ کوى. نو هغه به ډېر وخت پورې حکومت وکړى او د هغۀ اولاد به ډېره موده په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى وکړى.