Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 8:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 ما چې نن کوم قانون درکړے دے په هغه ټول په وفادارۍ سره عمل کوئ، نو چې داسې تاسو ژوندى پاتې شئ او ودان شئ او هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ د هغې وعده ستاسو پلار نيکۀ سره کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 8:1
9 Iomraidhean Croise  

زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. زما د حکمونو پيروى وکړئ او په غور سره زما په قانون عمل وکړئ.


ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“


بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.


په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.


ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے. هغه ځکه دا کوى چې هغه تر نن ورځ پورې وفادار دے چې په هغه لوظ ودرېږى کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan