ګردان 7:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ. Faic an caibideil |
د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ دا ښکاره کړې ده چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې بادشاه جوړ کړے يې چې د هغۀ په نوم باندې حکومت وکړې. ځکه چې هغه د خپلو خلقو يعنې بنى اِسرائيلو سره مينه کوى او د همېشه دپاره د هغوئ حِفاظت کول غواړى، هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار اخلې.“
بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.