تاسو ما د دُنيا د سرونو نه راوستلئ، ما تاسو د دې لرې ګوټونو نه راوغوښتلئ او ما تاسو ته وفرمائيل، ”تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو غوره کړئ او رد مې نۀ کړئ.“
په هغه ورځو کښې بنى اِسرائيل مالِک خُدائ ته مقدس خلق وُو او د هغۀ د فصل وړومبۍ مېوه وه. او چا به چې هغوئ ته نقصان رسولو نو هغوئ به ما مجرمان ګرځول او په هغوئ به مې مصيبتونه نازلول، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“
خو ما ستاسو سره وعده کړې ده چې هغه مُلک ستاسو خپل شى چې زرخېز او آباد وى او هغه به زۀ تاسو له درکړم. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ.