5 د هغوئ د قربانګاه ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ، د هغوئ د اشيرې بُت نښې راوغورزوئ او د هغوئ بُتان وسوزوئ.
چې هلته کومه مقدسه ستنه وه هغه يې راوويستله او وې سوزوله.
کله چې فلستيان تښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان د ځان نه وروستو پرېښودل او داؤد حُکم وکړو چې دا دې وسوزولے شى.
هغۀ د پردو خلقو قربانګاه او علاقائى عبادتخانې لرې کړې، د کاڼو پاکې ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې د بُت نښې يې راوغورزولې.
د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ.
هغوئ چې کوم سخے جوړ کړے وو هغه يې راواخستلو، په اور يې ويلې کړو او د اوړو په شان يې مېده مېده کړو او په اوبو کښې يې واچولو. بيا هغۀ دا په بنى اِسرائيلو باندې وڅښلو.
د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې تباه کړئ او هغوئ له د اشيرې د بُت نښې راوغورزوئ.
هغوئ چې په خپلو لاسونو کومې قربانګاه جوړې کړې دى هغوئ به په دې باندې نور يقين نۀ ساتى، او د اشيرې بُت په نښو او د خوشبودارو مصالحو سوزولو په قربانګاه باندې به يې اعتبار ختم شى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
تاسو د هغه مُلک ټول اوسېدونکى وشړئ. د هغوئ ټولې مجسمې او بُتان مات کړئ او د هغوئ ټولې علاقائى عبادتخانې ورانې کړئ.
کله چې تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک دپاره يوه قربانګاه جوړَوئ، نو د هغې په څنګ کښې د لرګى د اشيرې بُت ستنه مۀ ودروئ.
او د بُت پرستۍ دپاره د کاڼى ستنه مۀ ودروئ، مالِک خُدائ د دې څيزونو نه نفرت کوى.
د هغوئ بُتان وسوزوئ. په دې باندې چې کوم سپين زر يا سرۀ زر لګېدلى وى، د هغې خواهش مۀ کوئ، هغه ترې نه د خپلو ځانونو دپاره مۀ اخلئ. ګنې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.
ما هغه د ګناه نه ډک څيز يعنې د سرو زرو سخے واخستو کوم چې تاسو جوړ کړے وو او په اور کښې مې واچولو. بيا ما دا ټوټې ټوټې کړو، د اوړو په شان مې مېده کړو او هغه مې په هغه وَله کښې وغورزولو چې د غر نه لاندې بهېده.