ګردان 7:26 - Pakistani Yousafzai Pashto26 هغه بُتان خپلو کورونو ته مۀ راوړئ، ګنې په تاسو به هم هغه لعنت وى کوم چې په هغوئ دے. تاسو خامخا د دې بُتانو نه کرکه کوئ او سپک ورته ګورئ، ځکه چې دا لعنتى دى. Faic an caibideil |
هرکله کۀ يو بنى اِسرائيلے او يا غېر مُلکى په اِسرائيل کښې اوسيږى او خپل ځان يې زما نه جدا کړے وى او بُتانو له يې په خپل زړۀ کښې ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى له د مشورې دپاره ورشى او زما په حقله ترې تپوس وکړى، نو زۀ مالِک خُدائ به په خپله هغوئ له جواب ورکړم.
د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.