ګردان 7:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ. Faic an caibideil |
بِنحدد هغۀ ته ووئيل، ”زما پلار چې ستا پلار نه کوم ښارونه اخستى وُو نو هغه به تا له واپس درکړم او تۀ په دمشق کښې د خپل ځان دپاره يو کاروبارى مرکز جوړولے شې، لکه څنګه چې زما پلار په سامريه کښې کړى وُو.“ اخىاب ورته ووئيل، ”نو په دې شرطُونو به زۀ تا آزاد کړم.“ اخىاب د هغۀ سره يوه معاهده وکړه او بِنحدد يې پرېښودو چې لاړ شى.
هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ ځکه داسې وکړل چې مونږ ته پوره خبر رارسېدلے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له دا حُکم ورکړے وو چې دا ټول مُلک تاسو له درکړى او چې څومره خلق په هغه مُلک کښې وى نو وبه يې وژنئ. مونږ ستاسو نه سخت يرېدو نو په دې وجه مو دا کار کړے دے او زمونږ سره د خپل ژوند فکر وو.