ګردان 7:19 - Pakistani Yousafzai Pashto19 هغه سختې وباګانې، معجزې او نښې رايادې کړئ چې تاسو په خپلو سترګو وليدلې او هغه لوئ طاقت او قوت چې د کوم په ذريعه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ. لکه څنګه چې هغۀ مِصريان تباه کړل، نو هغه ټول خلق به هم هغه شان تباه کړى چې تاسو ترې نه يرېږئ. Faic an caibideil |
بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.