Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 7:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 په خپل زړۀ کښې دا مۀ وايئ چې دا قومونه ستاسو نه په شمېر کښې زيات دى او هغوئ تاسو نۀ شئ شړلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 7:17
14 Iomraidhean Croise  

تا په زړۀ کښې وئيل چې بره آسمان ته به وخېژم او په اوچتو ستورو به خپل تخت ولګوم، په شمال کښې به په هغه غر د يو بادشاه په شان کښېنم چرته چې معبودان راغونډيږى.


نو اوس دا خبره واوره، اے د عېش سره مينه لرونکې، تۀ خپل ځان محفوظ ګڼې او وائې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته. زۀ به نۀ کله کونډه شم او نۀ بې‌اولاده.“


بيا به تۀ په خپل زړۀ کښې ووائې، دا دومره بچى ما له چا راکړل؟ زما بچى خو ختم شوى وُو او نور بچى مې نۀ کېدل. زۀ جلاوطن کړے شوے وم او شړلے شوے وم، دا بچى ما له چا راکړل؟ زۀ خو يواځې پاتې وم، دا بچى د کوم ځائ نه راغلل؟“


کۀ تۀ چرې د خپل ځان نه تپوس وکړې چې دا هر څۀ ما سره ولې کيږى؟ نو دا ستا د ډېرو ګناهونو په وجه تا سره وشول. نو ځکه ستا نه جامې وويستلے شوې او هغه حمله کوونکو فوجيانو تا سره په زور زنا وکړه.


نو هغوئ د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې د هغه مُلک په حقله غلط خبر خور کړو کوم چې هغوئ ليدلے وو. هغوئ ووئيل، ”په هغه مُلک کښې دومره څۀ هم نۀ پېدا کيږى چې د هغه ځائ اوسېدونکى خلق يې وخورى. کوم خلق چې مونږ وليدل ټول لوړ لوړ وُو،


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ به تا په هغۀ باندې، د هغۀ په ټولو خلقو او د هغۀ په مُلک باندې بريالے کړم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړه لکه څنګه چې دې سيحون سره کړے وو، سيحون چې په حسبون کښې د اموريانو بادشاه وو.“


هغه مُلک قبضه کړئ او په هغې کښې اوسېږئ، ځکه چې زۀ هغه تاسو له درکوم.


عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړُونو کښې څۀ تېريږى نو هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او په خپله خوا کښې يې ودرولو


مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.


هغۀ ته د څۀ څيز قرض ورکولو نه په دې وجه اِنکار مۀ کوئ چې د قرضونو د معاف کولو کال نزدې دے. داسې بد سوچونه خپل ذهن ته مۀ راولئ. کۀ تاسو خپل ورور له قرض ورنۀ کړئ نو هغه به مالِک خُدائ ته ستاسو خِلاف فرياد وکړى او ګناه به ستاسو په غاړه شى.


مونږ څنګه دا وئيلے شُو چې د يو پېغمبر پېغام د مالِک خُدائ نه نۀ دے؟


پام کوئ چې تاسو په خپل زړۀ کښې دا ونۀ وايئ چې په خپل طاقت او قوت سره تاسو خپل ځانونه مالداره کړى دى.


تاسو هغه هر څۀ ليدلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې ټولو قومونو سره ستاسو دپاره کړى دى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan