Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 7:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 په دُنيا کښې د يو قوم سره به هم ستاسو په شان ډېر برکتونه نۀ وى. نۀ به ستاسو يو کس او نۀ به ستاسو يو څاروے شنډ ګرځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 7:14
11 Iomraidhean Croise  

هغۀ هغوئ ته برکت ورکړو او شمېر يې ورله ډېر زيات کړو، او هغۀ د هغوئ په رمو کښې نقصان رانۀ وستلو.


مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى، څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.


د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.


زۀ به په تاسو نظر وکړم او ډېر اولاد به درکړم، زۀ به هغه لوظ پوره کړم چې ما ستاسو سره کړے دے.


خُدائ پاک بلعام ته وفرمائيل، ”تۀ د هغوئ سره مۀ ځه او بنى اِسرائيلو دپاره لعنت مۀ غواړه، ځکه چې ما هغوئ له برکت ورکړے دے.“


مالِک خُدائ به تاسو له په هغه مُلک کښې ډېر اولاد، ډېر څاروى، او ډېر فصلونه درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده.


مالِک خُدائ به تاسو له ډېر اولاد، ډېره غله او ډېر څاروى او ګډې درکړى.


مالِک خُدائ به تاسو په هر کار کښې کاميابوى، ستاسو به ډېر اولاد او ډېر څاروى وى او ستاسو پټى به ډېر فصلونه پېدا کوى. هغه به ستاسو په کاميابولو باندې دومره خوشحاله وى لکه څنګه چې هغه ستاسو د پلار نيکۀ په کاميابولو خوشحاله وو،


اِسرائيلو، تاسو څومره خوشحاله يئ. ستاسو په شان هيڅ څوک هم نشته، يو داسې قوم چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړے دے. مالِک خُدائ په خپله ستاسو ډال او ستاسو تُوره دے، چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له فتح درکړى. ستاسو دشمنان به راشى او د رحم دپاره به سوال کوى، او تاسو به هغوئ د پښو لاندې کړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan