11 تاسو ته چې څۀ ښودلے شوى دى نو په هغې عمل وکړئ، نن چې ما کوم قانون درکړے دے په هغې عمل وکړئ.
کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.
بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.
ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.
بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.
او څوک چې ترې نه نفرت کوى نو په بدل کښې به هغه تباه کړى. هغه به هغه چا له په سزا ورکولو کښې سستى ونۀ کړى څوک چې د هغۀ نه نفرت وکړى.
کۀ تاسو دې حُکمونو ته غوږ ونيسئ او په وفادارۍ سره پرې عمل کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو سره خپل لوظ پوره کړى او خپله نۀ بدلېدونکې مينه به درته وښائى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.
پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ، نن چې کوم قانون زۀ درکوم چې په هغې باندې عمل کولو کښې ناکامه نۀ شئ.