ګردان 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى. Faic an caibideil |
او د هغه کورونو په حقله دا اصُول يې ورته وښودل چې خورېدونکى پشم په حقله وى. (دا اصُول د بنى اِسرائيلو دپاره وُو چې کله هغوئ د کنعان مُلک ته ننوتلى وے نو د هغې نه پس به پرې عمل کېدلے، کوم مُلک چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو چې خپل يې شى.) کۀ چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ د هغۀ په کور پشم راوستے دے، نو هغه به خامخا ځى او د دې په حقله به اِمام ته وائى.