9 دا د خپلو کورونو په درشلو او د خپلو ښارونو په دروازو وليکئ.
خلق دې د هغه وينې نه لږه وينه واخلى او د دروازو په چوکاټونو او پاسنۍ درشل باندې دې ولګوى، د کورونو په هغه چوکاټونو چرته چې هغوئ دا څاروى خورى.
اوس لاړ شه او دا الفاظ په يو کِتاب کښې وليکه. چې دا د راروانو وختونو دپاره د تل دپاره يوه ګواهى شى.
تا د خپل کور په چوکاټونو او د دروازو شاته د بُتانو نښې ولګولې. زۀ دې پرېښودم او د نفرت نه ډکو بُتانو سره کټ ته اوختې. تا د هغوئ سره سودا کړې ده. د هغوئ بربنډو جسمونو ته کتل تا له خوند درکوى.
بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکړو، ”زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى.
دا حُکمونه ياد ساتئ او په ذهن کښې يې وساتئ. دا په خپلو مټو او خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د يوې نښې په شان وى.
دا د خپلو کورونو په درشلو او د خپلو ښارونو په دروازو وليکئ.