5 تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.
سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې.
د هغۀ نه مخکښې هيڅکله هم د هغۀ په شان بادشاه نۀ وو تېر شوے، چا چې د زړۀ د اخلاصه، د ټول عقل او طاقت سره د مالِک خُدائ خِدمت کړے وى او د موسىٰ ټول قانون يې منلے وى، او نۀ وروستو د هغۀ په شان بادشاه پېدا شوے وو.
هغوئ يو لوظ وکړو چې هغوئ به د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک عبادت کوى.
هغه د شاهى ستنې سره ولاړ وو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ قانون او حُکمونه به منى او هغه مطالبې به پوره کوى کومې چې د دې لوظ سره تړلې دى، هم هغه شان چې څنګه په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى.
بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.
نو تاسو زړَور او تکړه اوسئ، اے ټولو څوک چې د مالِک خُدائ نه اُميد لرئ.
داسې کس زما قابل نۀ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى.
هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ.
تاسو د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان، او په پوره عقل او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.“
او د هغۀ سره په پوره زړۀ او په پوره پوهې او په خپل ټول طاقت سره مينه کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ، نو دا د بلې هرې يوې سوزېدونکې قربانۍ يا نذرانې نه ډېر غوره کار دے.“
هغۀ ورته جواب ورکړو، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ او په پوره ځان او په پوره طاقت او په پوره عقل سره مينه ساتئ، او، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“
اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،
مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ.
نو کۀ تاسو زما په حُکمونو په وفادارۍ سره عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى، او تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ،
نو هغه پېغمبرانو يا د خوبونو تعبير ورکوونکو ته غوږ مۀ نيسئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو معلوموى چې تاسو د مالِک خُدائ سره د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره مينه کوئ او کۀ نه.
د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ او د هغۀ درناوے کوئ، د هغۀ اِطاعت کوئ او د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ عبادت کوئ او د هغۀ وفادار اوسئ.
بيا تاسو درې نور ښارونه خوښ کړئ. کۀ تاسو هغه هر څۀ کوئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ د اصُولو په مطابق ژوند تېروئ نو هغه به تاسو له دا مُلک درکړى.
خو تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې د هغۀ د شريعت په دې کِتاب کښې ليکلى دى. تاسو به د زړۀ د اخلاصه هغۀ ته راوګرځئ.
کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ، کوم چې نن زۀ درکوم، کۀ تاسو د هغۀ سره مينه کوئ، د هغۀ په لارو تلل کوئ او د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ، نو تاسو به کامياب شئ او د ډېرو خلقو قوم به شئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى چې تاسو يې قبضه کوئ.
د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ وفادار شئ نو بيا به تاسو او ستاسو اولاد په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره د ورکولو وعده کړې ده.“
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ.
خو کۀ هلته تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ولټوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ لټون وکړئ نو تاسو به هغه ومومئ.
خيال کوئ چې هغه قانون پوره ومنئ چې موسىٰ د هغې حُکم درکړے دے يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ وفادار اوسئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ.“
ځکه چې د خُدائ پاک مينه دا ده چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل وکړو. او د هغۀ حُکمونه څۀ پيټے نۀ دے.